ZAWAN

ZAWAN

Share

چي کوم ځاي کښي انصاف نه وي او نه څه قاعده او قانون وي هغه سـره زیات بحث کول څه فایده مند نه وي

19/09/2026

په سیمه‌ییزه کچه د تېلو او ګازو د کمښت او د بیو د لوړېدو له اندېښنو سره هم‌مهاله، طالب چارواکي وايي، ایراني لوري ډاډ ورکړی، چې افغانستان ته د اړتیا وړ تېلو او ګازو په برابرولو کې به همکاري وکړي.

19/09/2026

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کړې، اوکراین په قصدي ډول د سولې د هغو خبرو اترو مخه نیسي چې موخه یې د څلور نیم کلنې جګړې پای ته رسول دي او په ورته وخت کې یې کیېف د روسیې په پارلماني ټاکنو کې پر لاسوهنې تورن کړی دی.

18/09/2026

جمهوري نظام کې د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج ویلي چې پر کابل د حاکمو طالبانو او پاکستاني طالبانو (TTP) ترمنځ ژور پېوندونه شتون لري، له همدې امله د هغوی بېلول او د پاکستان د شرایطو منل د طالبانو له وس او ارادې څخه بهر خبره ده.

سراج ویلي چې د ترکیې او قطر لوړپوړی پلاوی دا مهال وروستۍ هڅې کوي ترڅو د منځګړو په توګه طالبانو ته د پاکستان پیغام ورسوي؛ دا پیغام غوښتنه کوي چې طالبان دې د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، د هغوی رهبران دې له افغان خاورې وباسي او د دې ډلې له لوري دې د افغان خاورې پر ضد کارول ودرول شي.

نوموړي وویل چې طالبان نه د دې شرایطو د منلو اراده لري او نه هم په عمل کې د دغې شرطونو د پلي کولو توان لري.

د ده په وینا، طالبان او ټي ټي پي په اصل کې «دوه تنه او یو روح» دي چې ترمنځ یې پېچلې مذهبي، اقتصادي، قومي او کلتوري اړیکې تړل شوې دي.

سراج زیاته کړه، پاکستان په تېرو کلونو کې د خپلو ټولو شته وسایلو او فشارونو څخه کار واخیست ترڅو له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې دا شخړه حل کړي، خو هېڅ مطلوبې پایلې ته ونه رسېد.

نوموړي خبرداری ورکړ، سره له دې چې د طالبانو حاکمیت او د هغوی لابیګران د ترکیې او قطر له دغه منځګړیتوب څخه خوشبیني ښيي او لویه تمه لري، خو د دغه سفر بې نتېجې پایلې به په نږدې راتلونکي کې د هغوی لپاره اصلاً د خوښې وړ ونه وسي.

18/09/2026

پاکـ ـستان هڅه کوي چې له افغانستان او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې بېرته فعالې کړي؛ هغه لارې چې په تېرو میاشتو کې د محدودیتونو او د سرحدي دروازو د تړل کېدو له امله له جدي خنډ سره مخ شوې وې.

پاکـ ـستاني چارواکي وایي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ بېرته راژوندي کول د دغه هېواد د اقتصاد لپاره او همدارنګه د منځنۍ آسیا بازارونو ته د پاکـ ـستان د لاسرسي لپاره مهم کېدای شي.

افغانستان هم د منځنۍ آسیا او د پاکـ ـستان د بندرونو تر منځ یو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي.

17/09/2026

رویټرز په یوه راپور کې ویلي، د ایران اقتصادي ناورين، لوړې بیې او د خلکو د پېرلو کمزوري ځواک زرګونه افغان کډوال اړ اېستي چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته هغه هېواد ته ستانه شي چې په‌کې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي

17/09/2026

د سي‌بي‌اس نیوز خبري شبکې تازه انځورونه خپاره کړي چې د لومړي ځل لپاره په منځني ختیځ کې د امریکا په پوځي اډو کې د ایـ ـران د تـ ـوغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بـ ـریدونو له امله ودانیو او پوځي موټرو ته د اوښتې پراخې زیان کچه ښيي.

دا انځورونه د امریکا د پوځ د فعالو سرتېرو له خوا په ناپېژانده توګه سي‌بي‌اس ته ورکړل شوي دي، ځکه چې په پوځ کې له رسنیو سره د اړیکو په اړه سخت محدودیتونه شته. په سیمه کې مېشت یو سرتېري دې شبکې ته وویل: «دا زموږ اډو ته لوی زیانونه دي چې د امریکا خلکو ته نه دي اعلان شوي. موږ ولاړ یو او په تړلو سترګو سوکونه خورو.»

16/09/2026

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایراني چارواکو ته د ویزو صادرولو په اړه د ایران انټرنشنل د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ حکومت د ویزو صادرولو په بهیر کې د ملي امنیت او عامه خوندیتوب تر ټولو لوړ معیارونه پلي کوي؛ څو د امریکا هېواد او وګړو ساتنه وکړي.

16/09/2026

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې اعلان کړی چې د افغانستان د سړکونو د شبکې ټولیز اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کېلومتره ټاکل شوی، چې له دې جملې یوازې ۷،۴ سلنه یې پاخه او ۹۲،۶ سلنه یې خام سړکونه دي.

دغې ادارې د سه‌شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا څېړنه د لومړي ځل لپاره او د هېواد د سړکونو د شبکې وضعیت د هراړخیز انځور د جوړولو په هدف ترسره شوې ده.

د دې څېړنې د موندنو پر اساس، د افغانستان د سړکونو له ټولې شبکې څخه ۱۸ زره او ۲۴۱ کېلومتره پاخه سړک او ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کېلومتره نور خام سړک دی.

د سړکونو شبکې معلومات له بېلابېلو سرچینو، لکه د ټولګټو چارو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د OpenStreetMap معلوماتو او د سپوږمکۍ له انځورونو څخه راټول او تحلیل شوي دي.

15/09/2026

محمد محقق د شـ.هید اونۍ په انلاین غونډه کې ویلي، چې د پخواني جها.د پر مهال یې د خپل دریځ او مبارزې له امله درناوی درلود. نوموړي ادعا کړې چې د امریکا پر پیسو او ژمنو باور د دوی حیثیت ته زیان ورساوه هغه د ط.البانو د اوسني سیاستونو په اړه ویلي، چې دغه وضعیت دوی دې ته اړ باسي چې بېرته د جګړې لارې ته وګرځي.

15/09/2026

د پاکـ ـستان پخواني افسر عادل راجا ادعا کړې چې عاصم منیر هڅه کوي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري او عکس ورسره واخلي؛ خو د هغه په وینا، بن سلمان د دغه لیدنې تمایل نه لري.

راجا وايي پاکـ ـستان د تشریفاتي لیدنو، عکس اخیستلو او لاس ورکولو پر ځای مالي سرچینو ته اړتیا لري او د اسلام آباد اقتصادي ګټې باید په لومړیتوب کې وي.

هغه همدارنګه په یمـ ـن کې د پاکـ ـستان د احتمالي هوایي بـ ـریدونو په اړه په اشارې سره پوښتنه کړې چې دا اقدام پاکـ ـستان ته څه ګټه رسوي او خبرداری یې ورکړی چې د یمـ ـن څخه د ایـ ـران د ملاتړ په پام کې نیولو سره، د ایـ ـران هر ډول غبرګون کولی شي پاکـ ـستان ته جدي پایلې ولري.

Category

Telephone

Website

Address

Hayatabad
Peshawar
POHTOON