Pashto Sports
ورزشي نړۍ! زموږ سره تعقب کئ.⚽
ټیلیګرام:
https://t.me/Pashtosports
وټس اپ:
+93 76 592 3000
08/16/2026
#جمال موسیالا د بایرن او لایپزیګ په دوستانه لوبه کي بېهوښه سوی:
د #جرمني د بایرن مونیخ ځوان لوبغاړی #جمال موسیالا د #سختي ګرمۍ له امله د #لایپزیګ پر وړاندي په #دوستانه لوبه کي #بېهوښه سوی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاکترانو له لوري د ډاډ وړ بلل سوی دی.
د راپورونو له مخي، د #بایرن مونیخ نوی لوبغاړی اسماعیل #صایباري د موسیالا وضعیت ته متوجه سوی او له بېهوښه کېدو وړاندي یې د نوموړي سره د #مرستي هڅه کړې ده.
وروسته د بایرن مونیخ طبي ډلي د #موسیالا معاینه کړې او ویلي یې دي چي د هغه روغتیايي وضعیت د #اندېښنې وړ نه دی.
تر اوسه د موسیالا د لوبو د دوام یا راتلونکو تمرینونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل سوي.
08/16/2026
💪🏆👏
08/16/2026
#محمد صلاح د ترابزون سپور سره لومړۍ رسمي لوبه وکړه ـ لوبډلي یې لوبه ۱\۱ مساوي کړه.
#محمد صلاح، درې بریالي ډرېبلونه وکړه.👏
08/16/2026
د #انګلستان ملي لوبډلي او #تاتنهام کلب دفاعي لوبغاړی جد #سپنس په رسمي ډول د #اینټر میلان ته یوځای سو.
سپنس له اینټر سره پنځه کلن قرارداد لاسلیک کړی چي ارزښت یې ټولټال ۳۵ میلیونه یورو دی. نوموړی به د ډینزل #دومفریس ځایناستی سي.
#سپنس د ۲۰۲۶م نړیوال جام په ټولو اتو لوبو کي د انګلستان لپاره میدان ته وتلی و، په راسته او چپه دواړو اړخونو کي ښه دفاعي لوبه کولای سي.
08/16/2026
ریال مادرید نن د فصل وروستۍ دوستانه لوبه کوي:
شالکه 🆚 ریال مادرید
#وخت: نن شپه 7:30 بجې
#لوبغالی: فلټینس ارینا
#ژوندي نشرات: پرشیانا
08/16/2026
د تیري شپې د مهمو لوبو پایلي:
تېره شپه، د #اسپانیا لالیګا سیالۍ پیل سوې؛ په لومړۍ لوبه کې الاویز ۳\۰ ختافه ته او په دوهمه لوبه کې بیا سیویا ۲\۱ رایووایکانو ته ماته ورکړه.
ـ د #سعودي په حرفوي لیګ کي بیا #النصر خپل د ستوري لوبغاړي #رونالډو په نشتون کي ۳\۰ الفاتح ته ماته ورکړه.
ـ د #امریکا په MLS لیګ کي بیا اینټر میامي د #میسي په شتون کي د #نشویل څخه ۴\۱ ماته وخوړه.
08/15/2026
د فاریاب سرسبز یاشلر د ۱۷ کلنو ځوانانو چمپیونزلیګ اتلولي وګټل:
د فاریاب سرسبز یاشلر کلب ۱۷ کلونو ځوانانو د افغانستان د ۱۷ کلنو چمپیونزلیګ ـ اتلانو لیګ د لومړي پړاو اتلولي خپله کړه.
سرسبز یاشلر لوبډلي په دغو سیالیو کي ۹ لوبي ترسره کړې چې ۷ یې وګټلې او دوه یې مساوي کړې.
دې لوبډلي د ۲۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د کندهار د «عینو مېني» لوبډلي سره برابر امتیازونه لرل؛ خو د ګولونو په توپیر ـ ډېرښت له امله یې لومړی مقام خپل کړ او د سیالیو اتله سوه. ددې سیالیو نایب قهرماني ـ دویم مقام د کندهار عینومېني لوبډلي وګټل.
08/15/2026
#افغان اتلانو ایرلنډ ته ۴-۰ ماته ورکړه
#افغانستان په پنځمه يوورځنۍ لوبه کي #ايرلينډ ته ماته ورکړه او #سيريز يې ۴-۰ وګاټه.
د افغان اتلانو دغه ستر بری دي ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.
08/15/2026
د #رونالډو او #جورجینا د واده مالي تړون؛ څه پکښي شامل دي؟
د #فوټبال مشهور لوبغاړي کریستیانو رونالډو او جورجینا رودریګز د واده ترڅنګ د خپلو مالي چارو په اړه هم یو تړون کړی چي د رسنیو د راپورونو له مخي، د دواړو د شتمنیو او راتلونکو مالي حقونو څرنګوالی پکښي مشخص سوی دی.
د راپورونو له مخي، که #رونالډو او #جورجینا په راتلونکي کي سره جلا سي، #جورجینا به د ژوند تر پایه هره میاشت شاوخوا (۱۰۰ زره یورو) ترلاسه کوي.
همدارنګه ویل کېږي چي د مادرید په (لا فینکا) سیمه کي د رونالډو د شاوخوا #پنځه میلیونه یورو ارزښت لرونکی کور د #جورجینا په نوم ثبت سوی دی.
د تړون له مخي، د دواړو شخصي شتمنۍ به له یو بل څخه جلا پاته کېږي؛ یعنې د احتمالي #طلاق پر مهال به د رونالډو ټوله شتمني په نیمایي ډول نه وېشل کېږي، یواځي به دده وي.
ددې تړون موخه د راپورونو له مخي، د رونالډو او جورجینا د #مالي حقونو #روښانه کول او د #جورجینا او د هغوی د #ماشومانو لپاره د راتلونکي مالي امنیت ـ ثبات برابرول دي.
08/15/2026
د #نن شپې دوستانه لوبو پایلي:
Click here to claim your Sponsored Listing.