Khost kicks
Khost & Afghan football – New ideas, new energy �
06/07/2025
د فوټبال قانون!
د فوټبال قانون له 17 فصلونو جوړ دی، چې هر کال پکې تغیرات راځي.
یاد قانون د LAW OF THE GAME په نوم سره یادیږي، چې د IFAB ارګان یې د رایو په اساس تغیرات راولي.
International Football Association Board
دا هغه نړیواله اداره ده چې د فوټبال د قوانینو (Laws of the Game) یوازینی رسمي او قانوني جوړوونکی ارګان دی.
د IFAB مهم معلومات:
تاسیس:
په 1886 کال کې په انګلستان کې جوړ شوی دی.
مرکز:
زیورخ (Zürich)، سویس – د فیفا مرکزي دفتر سره نږدې.
د IFAB دنده څه ده؟
د فوټبال رسمي قوانین جوړول، اصلاح او وضاحت ورکول.
هر کال د فوټبال د قوانینو کتاب تازه کول.
د نوي تخنیکي بدلونونو (لکه VAR) قانوني کول.
د قوانینو په نړیواله توګه یوشان تطبیق یقیني کول.
د IFAB غړي څوک دي؟
د IFAB ارګان ټولټال 6 مثبتې رایي لري.
1. انګلستان – 1 رایه
2. سکاټلنډ – 1 رایه
3. ویلز – 1 رایه
4. شمالي آیرلنډ – 1 رایه
5 .د FIFA نړیوال فدراسیون 4 رایې حق لري.
> ټولټال: 8 رایې
د هر نوي قانون د تصویب لپاره لږ تر لږه 6 رایې اړینې دي.
د FIFA کار څه دی.
هر کال یوه ناسته (AGM) کوي.
فیفا او د برېټانیا هېوادونه خپلې وړاندیز شوې اصلاحات راوړي.
که موافقه وشي، نو نوی قانون د راتلونکي فصل لپاره عملي کېږي.
په راتلونکې کې به د VAR په اړه معلومات سره شریکوو.
د فیج په نشرولو کې همکاري وکړئ.
#فوټبالنړۍ
#ګلدارسیلاب
28/06/2025
پینالټي (Penalty Kick) څه شی دی؟
پینالټي یو ډول خاص شوټ دی چې هغه مهال ورکول کېږي کله چې د مدافع ټیم یو لوبغاړی د خپل ګول مخې ته (د ۱۸ یارده (د قدم اندازه) یا 16,5 متره د جزا سیمه کې) قانون مات کړي (لکه فاول، هندبال، یا مخنیوی) وکړي پینالټي بلل کیږي.
📍 پینالټي څه وخت ورکول کېږي؟
که چیرې دفاعي ټیم د خپل ۱۸ یارده سیمه کې خطا وکړي (مثلاً فاول وکړي، هغه که جدي وي یا عادي فول وي یا توپ په لاس ووهي پینالټي ور کول کیږي.
⚽ د پینالټي شوټ اصول:
1. توپ د پینالټي نقطې (spot) نه ووهل کېږي، چې دا د ګول څخه ۱۲ یارده (۱۱ متره) لېرې وي.
2. یوازې یوه لوبغاړی (پینالټي وهونکی) او ګول کیپر (دفاعي دروازهساتونکی) شتون لري.
3. نور ټول لوبغاړي باید له جزا سیمې، د پینالټي کرښې، او توپ څخه شاته ودرېږي تر څو شوټ ترسره شي.
4. پینالټي وهونکی باید مستقیم توپ ته لاړ شي او وروسته د وصل له سګناله توپ ووهی.
5. که ګول کیپر له کرښې مخکې له ضربې چې توپ نه دی وهل شوی حرکت وکړي یا د وهونکي لوبغاړي حرکت غیرقانوني وي، ممکن پینالټي بیا تکرار شي.
🥅 د پینالټي ګول حسابېږي که...
که توپ د ګول کرښې څخه په مکمل ډول هغه که په هوا کې وي یا د ځمکې له لارې وي تېر شي، ګول بلل ګیږي.
🏆 پینالټي سیالۍ (Penalty Shootout):
کله چې یوه مهمه سیالي لکه ناک اوټ لوبې (مثلاً جامونه یا پایلوبې) مساوي شي، نو لوبه پینالټي شوټ آوټ ته ځي.
دواړه ټیمونه ۵-۵ پینالټي وهې.
که بیا مساوي شي، نو یو-په-یو پینالټي دوام کوي تر څو یو ټیم برلاسی شي.
که چیرې په کومه لوبه کې کوم لوبغاړی سور کارت شو، د پینالټۍ د وهلو اجازه نلري، که بیا یادې پینالټۍ تر لسو پورې مساوي لاړې دا چې د مقابل کلب یو لوبغاړی سور کارت شوی دی، مقابله لوبډله به هم د لسو لوبغاړو په تعداد پینالټۍ تر سرع کوي.
مننه
فیج در سره لایک او شیر کړئ.
#
26/06/2025
⚽د فوټبال لوبې ساده تعریف:
فوټبال یو نړیوال لوبې ته ویل کېږي چې دوه ډلې (ټیمونه) یې لوبوي، هره ډله ۱۱ لوبغاړي لري، او موخه دا وي چې توپ د سیال ټیم ګول ته ورسوي. دا لوبه د پښو په وسیله ترسره کېږي، او یوازې دروازهساتونکی کولی شي توپ په لاس ونیسي، هغه هم یوازې د خپلې ساحې دننه.
تاریخچه:
فوټبال یو ډېر زوړ ورزش دی چې لومړی ځل یې بڼه په انګلستان کې په ۱۹مې پېړۍ کې منظمه شوه.
د نړیوال فوټبال ادارې (FIFA) بنسټ په 1904 کې کېښودل شو.
د فوټبال قوانین د FIFA لخوا تنظیمېږي.
لوبه له دوه برخو جوړه وي (۲x۴۵ دقیقې)، او منځ کې ۱۵ دقیقې استراحت وي.
د ګول وهلو لپاره، توپ باید پوره د ګول کرښې څخه تېر شي.
د لوبې میدان شنه (ګراس) سطحه لري، مستطیل شکل لري، او شاوخوا 100-110 متره اوږد او 64-75 متره پلن وي .
ګټې یې!
فزیکي فټنس لوړوي (چټکتیا، طاقت، زړه او سږي قوي کوي)
ټولنیزې اړیکې غښتلې او جوړوي، چې د یووالي سبب ګرځي.
6. مشهور لوبغاړي.
Lionel Messi, Cristiano Ronaldo, Pelé, Maradona, Zinedine Zidane, Mbappé، Haaland، Neymar
هیره دې نه وي، چې له واړه نسل څخه هم لوبغاړي د مشهوریدو په درشل کې دي.
د فوټبال نړۍ
سلام خوستوالو، په ځانګړي توګه د فوټبال مینهوالو!
زه بادشاه میر نورزی یم.
دا فیج مې د دې لپاره جوړ کړی، چې تاسو ته د فوټبال اړوند موضوعات وړاندې کړم:
⚽ د فیفا رسمي قوانین
❓ د فوټبال پوښتنو ځوابونه
🏋️ د فیټنیس او تمرین معلومات
د خوست او افغانستان د ځوانانو د پرمختګ لپاره ستاسو ملاتړ مهم دی!
فیج لایک، شریک او پوښتنه وکړئ!
سلام به دوستان عزیز به ویژه علاقهمندان فوتبال!
من بادشاه میر نورزی هستم.
این صفحه را ایجاد کردهام تا موضوعات مرتبط با فوتبال را با شما شریک سازم:
⚽ قوانین رسمی فیفا
❓ پاسخ به پرسشهای فوتبالی
🏋️ معلومات تمرینی و فیتنس
برای پیشرفت جوانان خوست و افغانستان، همکاری شما ضروریست!
صفحه را لایک کنید، شریک سازید و سوالهایتان را مطرح کنید!
Hello Khost residents, especially football fans!
I’m Badshahmir Noorzai.
I’ve created this page to share important football-related content with you:
⚽ Official FIFA Rules
❓ Answers to football-related questions
🏋️ Fitness and training guidance
Your support is vital for the growth of football in Khost and across Afghanistan!
Like, share, and ask your questions!
FitnessForFootballFitnessForFootball
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost
2501