Maiwand Health Tips
دلته تاسو ته د صحت، درملو او ژوند ښه کولو معلومات درکول کېږي”
12/09/2026
تعریف
Dyslipidemia هغه حالت (Lipids) کچه غیرنورماله شي؛ لکه LDL او Triglycerides زیاتېدل او یا HDL کمېدل.
LDL: بد کولیسټرول
HDL: ښه کولیسټرول
Triglycerides: د وینې یو ډول غوړ
اسباب (Causes)
الف ـ لومړني/ارثي:
د کورنۍ له لارې انتقالېدونکي د کولیسټرول اختلالات.
ب ـ ثانوي اسباب:
ډېر غوړ او غیرصحي خواړه
چاغښت او کم فزیکي فعالیت
شکر (Diabetes)
د تایرایډ کمکاري (Hypothyroidism)
د پښتورګو یا ځیګر ځینې ناروغۍ
سګرټ څکول
ځینې درمل
اعراض او علایم
Dyslipidemia اکثره وخت هیڅ ښکاره نښه نه لري او د وینې په معاینه کې معلومېږي.
که ډېر شدید یا اوږدمهاله وي، ممکن:
د سترګو یا پوستکي شاوخوا د غوړو وړې زېرمې
د پوستکي لاندې د غوړو غوټې (Xanthomas)
مهمه خبره: د زړه حمله یا فالج د Dyslipidemia مستقیمه نښه نه ده؛ بلکې د اوږدې مودې د وینې د رګونو د زیان پیچلتیاوې دي.
تشخیص څنګه کېږي؟
اصلي تشخیص د Lipid Profile په وسیله کېږي:
Total Cholesterol
LDL-C
HDL-C
Triglycerides
ډاکټر د ناروغ عمر، د زړه او رګونو د ناروغۍ خطر، شکر، فشار، د کورنۍ تاریخ او نورو عواملو سره یوځای ارزونه کوي.
د درملنې مکمل Management
① Lifestyle modification
متوازن او کمسنتره غوړ لرونکی خواړه
سبزي، مېوې، حبوبات او فایبر زیاتول
منظم فزیکي فعالیت
د وزن سالم مدیریت
د سګرټ څخه ډډه کول
د الکولو څخه ډډه کول
② درمل د ناروغ د خطر او Lipid Profile له مخې ډاکټر ممکن:
Statins — د LDL د کمولو لپاره تر ټولو مهم درمل
Ezetimibe
PCSK9 inhibitors
د Triglycerides د ډېر لوړوالي په ځانګړو حالاتو کې Fibrates یا د نسخې Omega-3 درمل
که درملنه ونه شي، بدې پایلې یې څه دي؟
د اوږدې مودې لپاره لوړ LDL او نور اختلالات د شریانونو د تنګېدو (Atherosclerosis) خطر زیاتوي، چې پایله یې کېدای شي:
د زړه د رګونو ناروغي
د زړه حمله
🧠 Stroke / فالج
د پښو د شریاني رګونو ناروغي
او که Triglycerides ډېر لوړ شي، د Pancreatitis (د پانقراس التهاب) خطر هم زیاتېږي.
د امتحان لپاره لنډه یادونه:
Dyslipidemia = د وینې د شحمو غیرنورمال کچه → اکثره بېنښې → تشخیص د Lipid Profile → Lifestyle + د اړتیا په صورت کې درمل → که کنټرول نه شي، Atherosclerosis، Heart Attack او Stroke رامنځته کولی شي.
نبي کریم ﷺ فرمایلي :
هغه سړی جنتي دی چې په خپلوانو او هر مسلمان باندې مهربانه ، زړه سوانده او نرمي کوونکی وي !
*رواه صحیح مسلم . 2865 .*
01/05/2026
د قبض #لمنځه وړونکى درمل
قبض له منځه وړونکى درمل ( Anti Laxatives Drugs):
هغه درمل چى قبض لمنځه وړي په لاندي ډول دي
مونږ همدې صفحه کي درسره فالوکړي
خوږو ورونوو او خويندو👇🏻
روغ صحــت
1⃣ Bisacodyl ---- بيساکودايل
2⃣ Cremaffin ---- کريمافين
3⃣ Lactolose ---- لکتولوز
4⃣ Castor Oil ---- کاسټور اويل
5⃣ E***a ---- انيما
6⃣ Sulfolax ---- سلفولاکس
دا هر يو درمل درته بيل بيل مطالعه کووو دوز , مکانيزم , جانبى غوارض , او مضاد استطباب يي ټول درته څيړو راسره اوسى مننه چى زمونڔ صفحه مو خوښه کړي .
د Bisacodyl او Cremaffin درمل استعمال
1 --- --- بيساکودايل
استطباب :
زمونږ دوټساف داچينل درسره فالوکړي 👇🏼
https://whatsapp.com/channel/0029Vaf1RV74inogxXlp7a21
دا درمل د دايمى قبض , ماشوم زيڔونى , د کلمو د عملياتو او يا الټراسوند په مهال کارول کيڔي .
د اغيزې ميکانيزم :
دا درمل د کولمو حرکات زياتوى , چى په کولمو کى د اوبو د ډب کيدنى په وجه قبضيت له منځه وړي.
دوز ( Dosage ) :
لويان 10-15ml د شپى لخوا 6-9y کلن ته 5-10cc د شپى لخوا ورکول کيڔى .
له نورو درملو سره يي شريک کارونه کوم تاوان نلرى
مضاد استطباب :
دا درمل دګيډى د درد , Appindicitis , د مقعد د زخم , د کولمو د انسداد ( بندښت ) او يا خونى بواسيرو په مهال دى نه کارول کيڔى .
يادونه :
د ګولۍ د زبيښلو دى ډډه وشى او په دايمى ډول دى نه کارول کيڔى .
هڅه وکړي معلومات مخکي درسره نشرکړي
2 --- ---- کريمافين
ترکيب ( Composition):
پدى درمل کى 75% مګنيزم هايدرو کسايد او 25% مايع پرافين شامل دى .
استطباب :
د قبض د درملو له جملى څخه دى دا درمل د بد هضمى او قبضيت د له منځه وړلو لپاره کارول کيڔى .
دوز ( Dosage ) :
دا درمل دى 20cc شل سى سى دى تر ويده کيدلو وړاندى وکارول شي.
عجیبه ټولنه کې اوسو؛ د چا د فکر خلاف خبره چې وشي، په منطق نه په کنځلو یې ځوابوي او تر هغو وروسته ورسره د تل لپاره عقده او کینه ساتي. همدا لامل دی چې زمونږ ټولنه ورځ تر بلې د بدبختۍ او دښمنۍ پر لور روانه ده.
د جمعي مبارکه شپه ده😘
درود پر ستر لارښود
حضرت םבםב ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ❤️🕋📿
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥
30/04/2026
د وینې معاینات څنګه ولولو؟ (Blood Test Guide)
ډېری خلک د وینې معاینات کوي، خو نه پوهېږي چې دا شمېرې څه معنی لري. لاندې مهم ټیسټونه په ساده ډول درته تشریح شوي دي، ترڅو خپل راپور ښه درک کړئ.
مهم ټیسټونه او معناوی:
FBS (Fasting Blood Sugar)
په نهره د وینې شکر
نورمال: 70 – 100 mg/dL
HB (Hemoglobin)
هیموګلوبین (د وینې اکسیجن وړونکی)
نورمال:
نارینه: 13 – 17 g/dL
ښځې: 12 – 15 g/dL
HCT (Hematocrit)
د سرو وینې حجرو فیصدی
نورمال: 36% – 50%
WBC (White Blood Cells)
د سپینو حجرو شمېر (د بدن دفاعي سیستم)
نورمال: 4,000 – 11,000
RBC (Red Blood Cells)
د سرو حجرو شمېر
نورمال:
نارینه: 4.7 – 6.1 million
ښځې: 4.2 – 5.4 million
PLT (Platelets)
پلېټلېټونه (د وینې بندېدو لپاره)
نورمال: 150,000 – 450,000
⸻
د سرو حجرو اړوند ټیسټونه
MCV (د حجرو اندازه)
نورمال: 80 – 100
MCH (په هره حجره کې هیموګلوبین)
نورمال: 27 – 33
MCHC (د هیموګلوبین غلظت)
نورمال: 32 – 36
RDW (د حجرو د اندازې توپیر)
نورمال: 11% – 15%
⸻
د التهاب او ناروغۍ نښې
ESR
د التهاب اندازه
نورمال: 0 – 20
CRP
د التهاب مهم شاخص
نورمال: ټیټ یا منفي
⸻
د وینې غوړ یا شحم (Lipids)
TGs (Triglycerides)
نورمال:
د انتيبیوتیکونو ډولونه او استعمال:
Amoxicillin (اموکسیسیلین)
🔹 د غوږ، پوزې او ستوني عفونتونه
Azithromycin (آزیترومایسین)
🔹 د تنفسي سیستم عفونتونه او ځینې جنسي ناروغۍ
Ciprofloxacin (سیپروفلوکساسین)
🔹 د ادرار لارې عفونتونه، ځینې هضمي او جلدي عفونتونه
Doxycycline (داکسیسایکلین)
🔹 د مخ دانې (آکنه)، لایم ناروغي، جنسي او تنفسي عفونتونه
Cephalexin (سفالکسین)
🔹 د پوستکي او نرم انساجو عفونتونه
Clindamycin (کلیندامایسین)
🔹 د غاښونو عفونتونه او د پوستکي باکتریایي عفونتونه
Metronidazole (مترونیدازول)
🔹 د هضمي سیستم عفونتونه، واژینل عفونتونه او پرازیتونه
Amoxicillin/Clavulanate (اموکسیسیلین + کلاوولانات)
🔹 پراخالطیف عفونتونه
Penicillin (پنیسیلین)
🔹 د ستوني عفونتونه، شدید عفونتونه او ځینې ادراري عفونتونه
Vancomycin (وانکومایسین)
🔹 شدید باکتریایي عفونتونه (اکثر په شفاخانه کې د ورید له لارې)
⚠️ مهمه نکته:
دا معلومات یوازې تعلیمي دي.
انتيبیوتیکونه باید یوازې د ډاکټر په مشوره وکارول شي.
د نهه 9 ډوله سیرمونو په هکله پوره اوبشپړ معلومات !
🩺 1 - سیریوم رینګر Ringer :
ترکیب : سودیم کلوراید ، کلسیم کلوراید ، پوتاشیم کلوراید . ایزوتونیک محلول دی .
استعمال : اسهال ، استفراق ، زړه بدوالی ، د مایعاتو د لاسه ورکول ، د پوټاشیم کموالی ، تغذیه .
🔍 اختیاط او پاملرنه : که چېرته د محلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي . د سوډیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي . د 2 څخه 25 سانتی ګرید کې باید وساتل شې .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 2 - سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate :
ترکیب : کلسیم کلوراید ، پوتاشیم کلوراید ، سودیم لاکتیت ، سودیم کلوراید .
استعمال : د مایعاتو کموالی ، مخکې او وروسته د عملیات څخه ، اسهال ، استفراق ، زړه بدوالی ، اسیدوز او سوخته ګۍ ، د ګلوکوز د سویې د لوړوالې له کبله شاک ، کوشنګ سنډروم او د کورتیکوستیراید د ډوز په لوړوالې کې استعمالیږي .
🔍 نه استعمال : لوړ فشار ، پښتورګو ، جګر او د زړه د وظیفو خرابوالی .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 3 سیریوم نارمل سالاین Normal saline :
ترکیب : سودیم کلوراید 9 % .
استعمال : د زخمونو وینځل او سوختګی ، ټیټ فشار ، خونریزی .
نه استعمال . لوړ فشار .
مستحضرات : 100 - 500 - 1000 ML , IV .
🩺 4 : دکستروز یا ګلوکوز % 5 .
استعمال : د انرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې د خولې له لاري خوراک نشې کولی ، هایپرتونیک ډیهایدریشن ، هایپوګلایسیمیا ، ملا درد او لوړ فشار .
مستحضرات : 100 - 500 - 1000 ML , IV .
🩺 5 - د کستروز یا ګلوکوز % 10 .
استعمال : انرژی برابرول ، هایپو ګلایسیمیا ، د پښتورګو عدم کفایه ، د پوتاشیم او انسولین مسمومیت .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 6 - دکستروز یا ګلوکوز % 20 .
استعمال : هایپوګلایسیمیک شاک ، د اوبو مسمومیت ، عمومی عدم کفایه ، زیړی .
نه استعمال : ټیټ فشار او د اوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی .
🩺 7 - دکستروز سالین یا میکس :
ترکیب : دکستروز % 5 + سالین 0.9 % .
استعمال : ډیهایدریشن ، مسمومیت او ګاستروانتریت .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 8 - دکستران 40 :
ترکیب : دوینې پلازما .
استعمال : د پلازما کموالی ، د خونریزی له امله شاک ، سوختګی او عملیات .
نه استعمال : د سږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان .
مستحضرات : 500 - 1000 ML
موضوع: OHSS (Ovarian Hyperstimulation Syndromeد هګیو د زیات تحریکی سنډروم
OHSS څه ډول حالت دی؟
OHSS یو طبي حالت دی چې پکې د ښځې هګدانونه (Ovaries) د هورموني درملو له امله ډېر تحریکیږي، لوییږي او له رګونو څخه مایعات د بدن نورو برخو (لکه خېټه) ته وځي. دا اکثره د نابارورۍ (IVF یا د تخمدان تحریکی درملو)
په وخت کې منځ ته راځي.
لاملونه
د تخمدان د تحریکی درملو زیات استعمال (لکه Gonadotropins)
د hCG کارول
د ځوانو ښځو عمر
د Polycystic O***y Syndrome شتون
د استروجن لوړ کچه
د IVF پروسیجر
نښې (Symptoms)
سپک
د خېټې لږ درد
د وزن لږ زیاتوالی
نفخ یاBloating
منځنی
د خېټې زیات پړسوب
زړه بدوالی او کانګې
اسهال
شدید (Severe)
د خېټې شدید درد
د تنفس ستونزه
د وزن چټک زیاتوالی
د ادرار کمښت
د وینې ټینګېدنه (Thrombosis)
تشخیصي معاینات
د وینې معاینات (CBC الکترولایتونه، کریټینین)
د هورمونونو کچه (Estrogen)
د ادرار اندازه
د وزن څارنه.
التراساونډ.
د التراساونډ موندنې (Ultrasound Findings)
د هګدانونو زیات لویوالی (Enlarged ovaries)
ګڼ شمیر فولیکلونه
(Multiple cysts)
په خېټه کې مایعات (Ascites)
کله ناکله pleural effusion
(د سینې مایع)
*درملنه*
*سپک حالت:*
استراحت
مایعات زیات څښل
د درد لپاره ساده درمل (لکه Paracetamol)
*منځنی حالت*
نږدې څارنه
IV fluids
د الکترولایتونو تنظیم
شدید حالت
روغتون ته بستر کول
د مایعاتو ایستل (Paracentesis)
د وینې د ټینګېدو مخنیوی (Anticoagulants)
اکسیجن درملنه.
*مهمې یادونې*
د IVF په وخت کې باید دقیق څارنه وشي
د خطر لرونکو کسانو کې د درملو اندازه باید کمه وساتل شي
ژر تشخیص د جدي عوارضو مخه نیسي....
*په درنښت*🌹🌹🌹🌹
Category
Website
Address
12345
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Maiwand Health Tips posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.